د ۱۴۰۰ کال، کــب ۲۳ مه، پکـتیا پـوهنـتون

pu_admin
Tue, Mar 15 2022 2:39 PM
a

د ۱۴۰۰ کال، کــب ۲۳ مه، پکـتیا پـوهنـتون

د پکتیا پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځۍ رئیس پوهنیار رحیم الله داوودزی وايي، هره ورځ یې په پوهنځۍ کې د څلورمو ټولګیو لسګونه زده کړیالان له خپلو مونوګرافونو څخه دفاع کوي.

نوموړی وایي د زده کړیالانو لخوا اخیستل شوي موضوعات په ډېر ښه ډول تعقیب شوي او په ورکړل شویو موضوعاتو یې محصلینو پوره معلومات راټول کړي.

عبدالله عابد د ژبو او ادبیاتو پوهنځۍ څلورم ټولګي له هغو محصلینو څخه دی، چې مونوګراف یې دفاع کړی.

هغه وایي خوښ دی چې په بریالیتوب سره یې خپل مونوګراف دفاع کړ ، خو هیله یې راتلونکي ته ده، چې خپلو موخو ته ورسیږي.

د یادونې وړ بولو، چې په ۱۴۰۰ هجري شمسي کال کې پکتیا پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځۍ په څلورو څانګو پښتو، دری، انګلیسي او ژورنالیزم کې ټول ټال ۷۶۰ زده کړیالان درلودل.

نـشــــراتو او عــامه اړیـکو عــمـــــومي مــدیریـــت

 

Latest news

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS