د ۱۴۰۰ ه ش کال، کب ۱۹مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Fri, Mar 11 2022 12:09 PM
aa

د ۱۴۰۰ ه ش کال، کب ۱۹مه، پکتیا پوهنتون

پنجشنبه په پکتیا پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو کمپاین چې فوق العاده استازي قاضي عبدالواحد همت، علمي مرستیال پوهنمل سیف الرحمن روهي، محصلانو چارو مرستیال پوهنیار نقیب الله ځاځي، مالي او اداري مرستیال سیف الله محمدي هم پکې برخه درلوده پیل شو.

د علمي مرستیال په خبره سږ کال به د ۳۰۰۰ نیالګیو په خوا وشا کې چې مثمر او غیري مثمر دواړه ډوله نیالګي به پکې شامل دي، د پکتیا پوهنتون په احاطه کې یې د کېنولو اراده لري.

نوموړي په پکتیا پوهنتون کې د سرسبزي کمېټې ته چې مشري یې د فارم عمومي مدیر محمد رسول غرنی کوي، سپارښتنه وکړه ، چې د نیالګیو کېنولو تر څنګ دې د هغوی حفاظت او پالنې ته هم پوره پام وشي.

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال سیف الله محمدي هم د پوهنتون سرسبزي لپاره د نیالګیو کېنول مهم وبلل او په خبره یې له ټول کاري ټېم سره به د نیالګیو پالنه کوي، نوموړي له محصلینو هم وغوښتل چې د نیالګیو په ساتنه او حفاظت کې دې ورسره همکار شي.

د یادونې وړ ده چې پکتیا پوهنتون ټول ټال ۱۰۸ جریبه احاطه لري چې ډېره برخه یې لا له وړاندې په نیالګیو او ونو پوښل شوې ده.

د عامه اړیکو او نشراتو لوی مدیریت

Latest news

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS