د پکتیا پوهنتون کمپيوټر ساینس پوهنځي د څلورمو ټولګيو محصلانو د پروژو او مونوګرافونو څخه د دفاع لړۍ پیل شوه.

pu_admin
Tue, Jul 29 2025 8:00 PM
com

د پکتیا پوهنتون کمپيوټر ساینس پوهنځي د څلورمو ټولګيو محصلانو د پروژو او مونوګرافونو څخه د دفاع لړۍ پیل شوه.

سه شنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال صفرالمظفــــــــــــــــــــــــــــــــر میاشتې څلورمه، چې د ۱۴۰۴ ه ش کال زمري میاشتې له ۷مې، سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون کمپيوټر ساینس پوهنځي د څلورمو ټولګيو محصلانو د پروژو او مونوګرافونو څخه د دفاع لړۍ پیل شوه.

په دې مناسبت جوړ شویو مراسمو کې د پکتیا پوهنتون رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي، د پوهنتون مرستیالانو د کمپیوټر ساینس پوهنځي استادانو او محصلانو برخه درلوده، پیل یې د معمول سره سم د قران کریم په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

لومړی د پکتیا پوهنتون کمپيوټر ساینس پوهنځي رئیس پوهنمل ګلاب جان سجاد د جوړ شویو مراسمو برخوالو استادانو او محصلانو ته ښه راغلاست او هرکلی وویلو او له ټولو څخه یې مننه وکړه، چې ورسره د څلورمو ټولګيو محصلانو د پروژو او مونوګرافونو څخه د دفاع لړۍ پیل مراسمو برخوال دي.

همدارنګه مراسمو ته د پکتیا پوهنتون علمي څېړنو مرستیال پوهندوی دوکتور عبدالوهاب حکمت په پوهنتونونو او تحصیلي مرکزونو کې د څېړنو پر ارزښت او اهمیت خبرې او وینا وکړه.

ښاغلي حکمت د څلورمو ټولګیو محصلانو لپاره د پروژو ترسره کول هم خورا مهم یاد کړل، چې پر اساس یې محصلان نورو څېړو او تحقیق ته هڅول کیږي.

ورپسې د پکتیا پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د څلورمو ټولګیو یو شمېر محصلینو له خپلو پروژو او مونوګرافونو څخه دفاع وې ترسره کړې، چې د برخوالو له لوري یې ستړې او کوښښونه د ستاینې وړ وبلل شول.

وروسته د پکتیا پوهنتون عمومي رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي خبرې او وینا وکړه، نوموړي په خپلو خبرو کې له هغو محصلینو څخه چې پروژې یې ترسره کړې وې د مننې ترڅنګ هغوئ وهڅول چې پوره هڅه یې کړې او په ښه شکل سره یې خپلې پروژې ترسره کړې دي.

Latest news

Thu, Jun 04 2026 9:09 AM
Background image

Constraction of a hospital waste incinerator at Paktia University Teaching Hospital, an investment valued at several hundred thousand Afghanis.

Dr. Rahmatullah Munib, head of the hospital, stated that this 400,000 Afghani incinerator, funded by PUMI, will significantly enhance the standardization and organization of hospital. . .

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS