د پکتیا پوهنتون کرنې پوهنځي محصلينو ته د (تحقيقي پروژې او مونوګراف وړاندې کولو لارې چارې) تر سرليک لاندې یو ورځنی سمينار دائر شو.

pu_admin
Tue, Jul 15 2025 2:19 PM
caa

د پکتیا پوهنتون کرنې  پوهنځي محصلينو ته د (تحقيقي پروژې او مونوګراف وړاندې کولو لارې چارې) تر سرليک لاندې یو ورځنی سمينار دائر شو.

سه شنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال محرم الحرام میاشتې ۱۹مه، چې د ۱۴۰۴ ه ش کال چنګاښ میاشتې له ۲۴مې، سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون کرنې  پوهنځي محصلينو ته د (تحقيقي پروژې او مونوګراف وړاندې کولو لارې چارې) تر سرليک لاندې یو ورځنی سمينار دائر شو.

 په جوړ شوي یو ورځني سمینار کې چې د پکتیا پوهنتون کرنې پوهنځي رئیس پوهنمل دوکتور محمد داود احمدزي سربېره د پوهنځي استادانو او د څلورمو ټولګیو محصلانو برخه درلوده، پیل یې له معمول سره سم د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

لومړی د پکتیا پوهنتون کرنې پوهنځي رئیس پوهنمل دوکتور محمد داود احمدزي پرانیستونکي او د ښه راغلاست وینا وکړه.

ښاغلي احمدزي د خپلو خبرو پر مهال د جوړ شوي یو ورځني سمینار پر ارزښت او اهمیت د مالوماتو شریک کولو ترڅنګ محصلان وهڅول، څو په دې او دې ته ورته برنامو، سمینارونو او ورکشاپونو کې ورسره پوره فعاله ونډه واخلي.

وروسته د کرنې پوهنځي استاد پوهنمل محمد اسماعيل لاروي له لوري د (تحقيقي پروژې او مونوګراف وړاندې کولو لارې چارې) تر سرليک لاندې سمينار ارایه کړ، چې د موضوع اړوند پر بېلا بېلو مسائلو پکې بحث ترسره شو.

د دائر شوي سمینار په پای کې محصلانو د موضوع اړوند خپل نظریات له نورو محصلانو سره شریک او د موضوع اړوند یې پوښتنې هم مطرح کړې، چې د استاد له لوري ورته لازم ځوابونه هم وویل شول.

Latest news

Thu, Jun 04 2026 9:09 AM
Background image

Constraction of a hospital waste incinerator at Paktia University Teaching Hospital, an investment valued at several hundred thousand Afghanis.

Dr. Rahmatullah Munib, head of the hospital, stated that this 400,000 Afghani incinerator, funded by PUMI, will significantly enhance the standardization and organization of hospital. . .

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS