د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو مرستیال اصف الرحمن خپلواک په بېلا بېلو پوهنځيو کې د محصلانو له درسي بهیر څخه لېدنه وکړه.

pu_admin
Sat, Jun 14 2025 2:19 PM
mss

د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو مرستیال اصف الرحمن خپلواک په بېلا بېلو پوهنځيو کې د محصلانو له درسي بهیر څخه لېدنه وکړه.

شنبه د ۱۴۴۶ ه ق کال ذوالحجة الحرام میاشتې ۱۷مه، چې د ۱۴۰۴ ه ش کال غبرګولي میاشتې له ۲۴مې سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو مرستیال اصف الرحمن خپلواک په بېلا بېلو پوهنځيو کې د محصلانو له درسي بهیر څخه لېدنه وکړه.

د پوهنتون محصلانو چارو مرستیال اصف الرحمن خپلواک د محصلانو له درسي بهیر څخه د څارنې او لیدنې پر مهال محصلان وهڅول څو خپلو درسونو ته د پخوا په شان دوام ورکړي او د قانوني رخصتي له پوره کېدلو وروسته دې، هیڅکله په یو او بل نامه باندې غیر حاضري نه کوي، دا ځکه چې د درس په وړاندې یې بې ځایه رخصتي خنډ جوړیږي.

د یادونې وړ دی، چې سږ کال پکتیا پوهنتون هوډ لري، څو په بشپړه توګه د محصلانو د بې ځایه له وخت مخکې او وروسته رخصتیو مخه ونیسي، پر همدې اساس د محصلانو له درسي بهیر څخه وخت پر وخت څارنه او نظارت ترسره کیږي.

Latest news

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS