د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته دائره شوه.

pu_admin
Wed, Apr 23 2025 2:23 PM
ala

د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته دائره شوه.

چهارشنبه د ۱۴۴۶ کال، شوال المکرم میاشتې په ۲۵مه، چې د ۱۴۰۴ ه ش کال ثور میاشتې درېیمه سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون علمي شورا ناسته دائره شوه.

د علمي شورا ناسته کې چې د پوهنتون مرستیالانو، پوهنځيو رئیسانو، یو شمېر څانګو آمرینو او د علمي شورا غړو استادانو برخه درلوده، پیل یې د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

لومړی د پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل عبدالله مسلم د علمي شورا ټولو برخوالو ته د ښه راغلاست او هرکلي ویلو ترڅنګ د شورا له برخوالو څخه مننه وکړه، چې په پوهنتون کې د ۱۴۰۴ تحصیلي کال پسرلني سمستر درسونه په خورا منظم شکل جریان لري.

ښاغلي مسلم همدارنګه په ټولو ټولګیو کې د سکرینونو نصب کول او ورڅخه ګټه اخیستل اړین وبلل او غوښتنه یې وکړه، چې اړوند شعبه دې د دغې موضوع د خلاصولو لپاره خپلې هڅې چټکې کړي.

علمي چارو مرستیال همدارنګه د پوهنځیو له رئیسانو څخه غوښتنه وکړه، څو د استادانو پر مکلفیتونو، دندو او چارو مالومات د علمي چارو له معاونیت سره شریک کړي.

علمي چارو مرستیال د پوهنتون له لابراتوارونو څخه استفاده اړینه وبلله او د علمي شورا برخوال یې وهڅول څو استادان دې ته واداره کړي، څو محصلینو ته په لابراتوارونو کې د عملي زده کړو په موخه ځانګړې تجربې ترسره کړي.

ورپسې د پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال پوهندوی دوکتور عبدالوهاب حکمت په ۱۴۰۴ کال کې د افغانستان اقتصادي پرمختیا کنفرانس د دائرولو په اړه مالومات ورکړل.

همدارنګه د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو مرستیال اصف الرحمن خپلواک د محصلانو چارو اړوند کمېټو پر ترتیب او تنظیم او د غړو پر لېستونو برابرولو مالومات د علمي شورا له غړو سره شریک کړل.

وروسته له ترتیب شوې اجنډا سره سم پر بېلا بېلو موضوعاتو لکه: د پوهنځیو، معاونیتونو او کمېټو پر پلانونو، د یو شمېر څانګو د چارو پر انسجام، د استادانو د تقرر او ترفېعاتو په دوسیو او یو شمېر نورو موضوعاتو بحث وشو او په اړه یې لازم تصامیم هم ونیول شول.

Latest news

Thu, Jun 04 2026 9:09 AM
Background image

Constraction of a hospital waste incinerator at Paktia University Teaching Hospital, an investment valued at several hundred thousand Afghanis.

Dr. Rahmatullah Munib, head of the hospital, stated that this 400,000 Afghani incinerator, funded by PUMI, will significantly enhance the standardization and organization of hospital. . .

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS