د پکتیا پوهنتون انجنیري پوهنځي اړوند مهندسي څانګې محصلینو له لوري هغه پروژې ارایه شوې، چې په تېر پسرلني سمستر کې ورکړل شوې وې.

pu_admin
Sun, Jul 27 2025 3:26 PM
asc

د پکتیا پوهنتون انجنیري پوهنځي اړوند مهندسي څانګې محصلینو له لوري هغه پروژې ارایه شوې، چې په تېر پسرلني سمستر کې ورکړل شوې وې.
 یکشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال صفرالمظفر میاشتې دوهمه، چې د ۱۴۰۴ ه ش کال زمري میاشتې له پنځمې سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون انجنیري پوهنځي اړوند مهندسي څانګې د څلورم ټولګي محصلینو له لوري هغه پروژې ارایه شوې، چې په تېر پسرلني سمستر کې ورکړل شوې وې.
په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې چې د پکتیا پوهنتون رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي، د محصلانو چارو مرستیال اصف الرحمن خپلواک، د پوهنځي استادانو او محصلانو برخه درلوده، پیل یې د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو او ورپسې د انجنیري پوهنځي مهندسي څانګې د څلورم ټولګي محصلانو له لوري هغه پروژې په پریزینټېشنونو کې ارایه شوې چې په تېر پسرلني سمستر کې د روغتونونو د طرحې مضمون اړوند ورکړل شوې، چې د برخوالو له لوري یې تود هرکلی وشو.
ورپسې د پکتیا پوهنتون رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي خبرې او وینا وکړه، چې  تر ډېره یې محصلان وهڅول څو د نظري زده کړو ترڅنګ په عملي برخه کې هم پوره هڅه او کوښښ وکړي.
ښاغلي حمدي له شته امکاناتو او فرصتونو څخه استفاده ضروري یاد کړل او عصري زده کړې یې په اوس کې خورا ارزښتمنې او لازمي یادې کړې چې پر اساس یې د هیوادونو سره سیال کېدلی شي. هغه همدارنګه محصلینو ته په خطاب کې وویل چې د لیسانس تر کچې پر زده کړو بسنه ونکړي، بلکې د ماسټري او دوکتورا تر کچې د زده کړو لپاره دې قوي هوډ ولري.
پوهنتون رئیس همدارنګه محصلانو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی د هرې برخې د فعالیتونو لپاره به ځانګړي نندارتونونه  جوړ او ورته به د اړوند ادارو مسؤلین را دعوت کړي، څو هغوئ ته وښودل شي، چې محصلان یې وړتیاوې لري او ورته دې د خدمت کولو فرصتونه برابر کړي.

Latest news

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS