د افغانستان د اقتصادي پرمختیا ملي کنفرانس خبرتیا

pu_admin
Wed, Aug 09 2023 8:52 AM

د افغانستان د اقتصادي پرمختیا ملي کنفرانس خبرتیا!

لکه څرنګه چې اقتصاد د یوېشتمې پېړۍ له اساسي ضرورتونو څخه ګڼل کیږي او په نړیواله کچه هیوادونه او ملتونه غواړي له یوه غوره اقتصاد څخه چې د ژوند کولو ټولو اړتیاوو ته پر خپل وخت او زمان ځواب ووایي برخمن شي.

له بلې خوا زمونږ ګران هیواد چې له کلونو راهیسې د جنګ او جګړو شاهد و او اوس تازه چې له جګړو راوتلی خلکو او ولس یې د ارام ساه اخیستې.

د دغه جنګ ځپلي هیواد اقتصاد هم د ژوند لومړۍ شپې او ورځې سفري کوي، نو پر دې اساس پکتیا پوهنتون دا غوره وګڼله چې د هیواد په کچه ملي او اقتصادي کنفرانس په لاره واچوي، چې په ټوله کې یې موخه د هیواد اقتصادي پرمختګ ته یوه روښانه لار په ګوته کول بلل شوي.

د پکتیا پوهنتون اداره اوس د هیواد له ټولو علمي کادري غړو، متخصصینو، د فکر او قلم له خاوندانو په خورا درنښت هیله کوي چې خپلې علمي مقالې په لاندې ذکر شوي ایمیل ادرس د ۱۴۰۲ ه ش کال سنبلې( وږي) میاشتې تر (۲۰)مې نېټې پورې را واستوي.

ایمیل ادرس: national.conferences@pu.edu.af

د کنفرانس د دایرېدو نېټه: ۱۴۰۲/۷/۱۰

نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

 

Latest news

Thu, Jun 04 2026 9:09 AM
Background image

Constraction of a hospital waste incinerator at Paktia University Teaching Hospital, an investment valued at several hundred thousand Afghanis.

Dr. Rahmatullah Munib, head of the hospital, stated that this 400,000 Afghani incinerator, funded by PUMI, will significantly enhance the standardization and organization of hospital. . .

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS