پکتیا پوهنتون د لومړي ځل لپاره د زرګونو زینتي بوټو قوریه جوړه کړه

pu_admin
Wed, Feb 03 2021 10:31 AM

پکتیا پوهنتون د لومړي ځل لپاره د زرګونو زینتي بوټو قوریه جوړه کړه! پکتیا پوهنتون د کرنیز فارم مدیر ښاغلي محمدرسول غرني په ابتکار، چې د پوهنتون باغوانانو ورسره مرسته کوله زرګونه د ګرین وال، مرسل ګلانو او نورو بوټو قلمونه کیښودل؛ چې په دې سره به د پوهنتون زرغونتیا کې لوی بدلون راشي. پکتیا پوهنتون رییس پوهندوی دوکتور سیدولي جلالزي له یادې قوریې څخه د لیدنې پر مهال له ښاغلي غرني او باغوانانو څخه ځانګړې مننه وکړه، چې په دې ژمي کې هم د پوهنتون د سرسبزۍ لپاره زیار باسي او خپل تنکي لاسونه تڼاکې کوي. ښاغلي جلالزي زیاته کړه موږ د خپل قوي او ژمن کاري ټیم پر مټ وکړای شول چې پوهنتون په کم وخت کې د لویو بدلونونو شاهد کړو. د یادونې وړ ده، چې د پکتیا پوهنتون هر کارمند هغه که استادان دي، اداري کار کونکي او خدمتي کار کونکي ډېر په لولتیا او همغږي ډول د پوهنتون د پرمختګ د پاره هغه که په هره برخه کې دی، په ګډه کار کوي، همدا د ګډ کار، هڅو او زیار نتیجه ده، چې پوهنتون مو ورځې تر بلې له هرې نګاه د پرمختګ په حال کې دی. د زرغون او اباد افغانستان لیدو په هیله. اداره

Latest news

Wed, Jun 25 2025 9:52 AM
Background image

د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته وشوه.

سه شنبه د ۱۴۴۶ ه ق کال ذوالحجة الحرام میاشتې ۲۷مه، چې د ۱۴۰۴ ه ش کال چنګاښ میاشتې له درېیمې سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي. . .

BACK TO NEWS