د ۱۴۰۱ کال، لړم ۱۸مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Sat, Nov 12 2022 10:20 AM

د ۱۴۰۱ کال، لړم ۱۸مه، پکتیا پوهنتون
د امرباالمعروف او نهی عن المنکر مسؤلینو د پکتیا پوهنتون له استادانو او اداري کارمندانو سره ګډه ناسته وکړه.
لومړی د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده د امرباالمعروف او نهی عن المنکر مسؤلیـــنو ته د ښه راغلاســت ویلو ترڅنګ د هغوی دنده او مسؤلیـت سپيـڅلی یاد کړ او د پوهنتون له استادانو او اداري کارمنــــــــدانو څخه یې وغوښتل چې د هغوی خبرو ته غوږ ونیسي او په خپل ژوند کې یې پیاده کړي.
وروسته د امرباالمعـــروف او نهــی عن المنکر مســــؤلینو په نوبتي شـکل یو پر بل پسې د دعوت، نیکو چارو ته د هڅونې او له زده کړیالانو سره د ښه تعامل په اړه مفصل مالومات د ناستې له ګډونوالو سره شریک کړل.
ناسته د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.
نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS