د ۱۴۰۱ کال، ثور ۳۱ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Tue, May 24 2022 9:15 AM
a

د ۱۴۰۱ کال، ثور ۳۱ مه، پکتیا پوهنتون
د پکتیا پوهنتون له طب پوهنځي سره د یونیسف موسسې له لوري د ۵۰۰ زره افغانیو پر ارزښت د سلګونه ټوکه کتابونو مرسته وشوه.
د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده د یونیسف موسسې له دې اقدام څخه مننه وکړه او له پکتیا پوهنتون سره یې د یادې موسسې لخوا د لا زیاتو مرستو هیله  څرګنده کړه.
بل خوا د افغانستان لپاره د یونیسف موسسې د پولیو برخې د عامه پوهاوي عمومي مسؤل ډاکټر شمشېر خان له پکتیا پوهنتون سره د پوره همکاري او مرستې ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده، چې دا لومړی ځل دی چې یونیسف موسسه له پکتیا پوهنتون سره د طبي درسي کتابونو مرسته کوي.

نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS