د ۱۴۰۰ کال ، کب ۱۴ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Fri, Mar 11 2022 11:59 AM

د ۱۴۰۰ کال ، کب ۱۴ مه، پکتیا پوهنتون

د پکتیا پوهنتون محصلین د جلا ټولګیو هرکلی کوي.

فاطمه چې د پکتیا پوهنتون طب پوهنځی محصله ده وایي د پخوا په پرتله یې د زده کړو بهیر ښه شوی، ځکه چې په جلا ټولګیو کې دوی کولای شي چې په ازادانه ډول د درس اړوند پوښتنې له استادانو سره مطرح کړي.

د هغې په خبره، زده کړه د ټولو یعني نارینه او ښځینه مسلم حق دی او دا هیله لري، چې نوی حکومت او نظام به دوي ته د زده کړو لازیاتې لازمې اسنتیاوې برابرې کړي.

زینب د پکتیا پوهنتون طب پوهنځی یوه بله محصله وايي: پخوا چې په پوهنتونونو کې ګډ تعلیم دود وه، د دوی د زده کړې په اړه والدینو او کورنیو ډېر زیات تشویش درلوده، خو له کله چې ا.ا قایم شوی او د ګډ تعلیم مخه یې نیولې، اوس یې کورنۍ او خپله دوی د زده کړو په اړه هیڅ ډول تشویش او وېره نه لري.

د یادونې وړ ده چې پکتیا پوهنتون کې سلګونه نجونې په بېلا بېلو پوهنځیو کې په یوه جلا تدریسي تعمیر کې په تحصیل بوختې دي.

د نشراتو او عامه اړیکو لوی مدیریت

Latest news

Wed, Jun 25 2025 9:52 AM
Background image

د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته وشوه.

سه شنبه د ۱۴۴۶ ه ق کال ذوالحجة الحرام میاشتې ۲۷مه، چې د ۱۴۰۴ ه ش کال چنګاښ میاشتې له درېیمې سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي. . .

BACK TO NEWS