د ۱۴۰۰ کال، کب ۱۶ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Fri, Mar 11 2022 12:03 PM
aa

د ۱۴۰۰ کال، کب ۱۶ مه، پکتیا پوهنتون

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال سیف الله محمدي په مشرۍ اداري غونډه د ناستو په تالار کې ترسره شوه.

غونډه د قرانکریم په څو مبارکو ایاتونو پیل شوه، وروسته اداري مرستیال سیف الله محمدي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ پر یو شمېر موضوعاتو بحث وکړ او د ځینو مسایلو په اړه وروستی تصمیم هم ونیول شو.

ښاغلي محمدي وویل د چاپیریال ساتنې لپاره په ځانګړې برنامه کار کوي او ددې لپاره یې د نیالګیو کېنول د ټولو دنده یاده کړه.

اداري کارمندانو هم د کار پر وړاندې شته ستونزې له مالي او اداري چارو مرستیال سره شریکې کړې، مالي او اداري مرستیال هم ورسره د ژر حل ژمنه وکړه.

ناسته د اختتامیه دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS