د پکتیا پوهنتون کرنې پوهنځي اړوند د حیواني علومو څانګې محصلانو ته د څېړنې په برخه کې ځانګړې روزنيزه برنامه دائره شوه.

pu_admin
Tue, May 13 2025 3:01 PM
kr

د پکتیا پوهنتون  کرنې پوهنځي اړوند د حیواني علومو څانګې محصلانو ته د څېړنې په برخه کې ځانګړې روزنيزه برنامه دائره شوه.

سه شنبه د ۱۴۴۶کال ذوالقعدې میاشتي ۱۵مه، چې د ۱۴۰۴ ه ش کال غويي مياشتې له ۲۳نيټې سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون  کرنې پوهنځي اړوند د حیواني علومو څانګې محصلانو ته د څېړنې په برخه کې ځانګړې روزنيزه برنامه دائره شوه.

د پکتیا پوهنتون علمي څېړنو مرستیال پوهندوی دوکتور عبدالوهاب حکمت چې د حیواني علومو څانګې محصلانو ته په ځانګړې روزنیزه برنامه کې یې برخه درلوده، د خبرو پر مهال د پوهنتون د محصلانو لپاره دا ډول پروګرامونه او برنامې چې هغوئ پکې ډېر څه په عملي بڼه زده کوي خورا مهمې او ضروري یادې کړې.

ښاغلي حکمت همدارنګه د څلورمو ټولګیو د محصلانو لپاره د مسلک اړوند دا ډول څېړنیزې برنامې او  پروګرامونه خورا مهم وبلل، چې هغوئ پکې ډېر څه په عملي بڼه تجربه کولای شي.

د یادونې وړ دی، چې په دغه څېړنیزه او عملي ځانګړې برنامه کې د کرنې پوهنځي د استاد دوکتور محمد داود شيرزاد تر لارښوونې لاندې د تورو او سرو مرچو پر اساس د غوښینو چرګانو د ساتنې او ودې موضوع تجربه کیږي.

 

Latest news

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS