د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو خدمتونو او همغږي امریت له لوري د بېلا بېلو پوهنځیو د څلورمو ټولګیو محصلانو ته د (سي وي لیکنې، مرکې، انلاین نوم لیکنې او کاور لېټر) تر سرلیک لاندې دوه ورځنۍ روزنیزه ناسته ترسره شوه
د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو خدمتونو او همغږي امریت له لوري د بېلا بېلو پوهنځیو د څلورمو ټولګیو محصلانو ته د (سي وي لیکنې، مرکې، انلاین نوم لیکنې او کاور لېټر) تر سرلیک لاندې دوه ورځنۍ روزنیزه ناسته ترسره شوه.
دوشنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالقعدې میاشتې په ( ۲۴) نېټه، چې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د ثور میاشتې له (۲۱) مې نېټې سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو خدمتونو او همغږي امریت له لوري د بېلا بېلو پوهنځیو د څلورمو ټولګیو محصلانو ته د (سي وي لیکنې، مرکې، انلاین نوم لیکنې او کاور لېټر) تر سرلیک لاندې دوه ورځنۍ روزنیزه ناسته ترسره شوه.
د بېلا بېلو پوهنځيو د څلورمو ټولګیو محصلانو ته د ښوونې او روزنې پوهنځي د استاد نوماند پوهنیار محمد عثمان ایان له لوري په پریزینټېشنونو کې پر سي وي لیکنې، مرکې، انلاین نوم لیکنې او کاورلېټر باندې ګټور مالومات ورکړل شول او د موضوعاتو اړوند یې د محصلانو پوښتنو ته لازم ځوابونه هم ورکړل.
