د پکتیا پوهنتون د دعوت او ارشاد او محصلانو خدمتونو او همغږي آمریتونو په ګډو هڅو د امیرالمومنین حفظه الله تعالی له لوري د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو، حج او عمرې څخه د راستنېدلو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي په پار د توشیح شوي فرمان په اړه یو ورځنی علمي سمین

د پکتیا پوهنتون د دعوت او ارشاد او محصلانو خدمتونو او همغږي آمریتونو په ګډو هڅو د امیرالمومنین حفظه الله تعالی له لوري د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو، حج او عمرې څخه د راستنېدلو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي په پار د توشیح شوي فرمان په اړه یو ورځنی علمي سمینار او تمثیلي برنامه دائره شوه.
یکشنبه د ۱۴۴۶ کال، ذوالقعدې میاشتې په شپږمه، چې د ۱۴۰۴ ه ش کال ثور میاشتې له ۱۴مې سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون د دعوت او ارشاد او محصلانو خدمتونو او همغږي آمریتونو په ګډو هڅو د امیرالمومنین حفظه الله تعالی له لوري د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو، حج او عمرې څخه د راستنېدلو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي په پار د توشیح شوي فرمان په اړه یو ورځنی علمي سمینار او تمثیلي برنامه دائره شوه.
په دائر شوي علمي سمینار او تمثیلي برنامه کې چې د پکتیا پوهنتون رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي، د پکتیا علماؤ شورا مرستیال مفتي صاحب امان الله، د پوهنتون محصلانو چارو مرستیال اصف الرحمن خپلواک، د مختلفو امارتي ادارو استازیو،د پوهنتون استادانو او د بېلا بېلو پوهنځیو محصلانو برخه درلوده، پیل یې د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.
لومړی د پکتیا پوهنتون رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي د علمي سمینار او تمثیلي برنامې ګډونولو ته ښه راغلاست او هرکلی وویلو او له ټولو څخه یې د زړه له تله مننه وکړه.
ورپسې د پکتیا دیني جامعې استاد مفتي صاحب معین احمد اخندزاده د امیرالمومنین حفظه الله تعالی له لوري د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو، حج او عمرې څخه د راستنېدلو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي په پار د توشیح شوي فرمان پر شرعي اړخ ګډونوالو سره مالومات شریک کړل.
ورپسې د پکتیا پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد پوهنمل شریف الله امین د امیرالمومنین حفظه الله تعالی له لوري د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو، حج او عمرې څخه د راستنېدلو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي په پار د توشیح شوي فرمان پر حقوقي اړخ ګډونوالو ته علمي سمینار ارایه او مالومات یې ورسره شریک کړل.
وروسته د پکتیا ولایت علماؤ شورا مرستیال مفتي صاحب امان الله په ارزونه کې د فرمان اړوند دا ډول علمي سمینارونه او عملي برنامې خورا مهمې او د ارزښت وړ یادې کړې.
علماؤ شورا مرستیال همدارنګه د امیرالمومنین حفظه الله تعالی له لوري د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو، حج او عمرې څخه د راستنېدلو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي په پار د توشیح شوي فرمان پر ارزښت هم له ګډونوالو سره مالومات شریک کړل.
وروستیو کې د امیرالمومنین حفظه الله تعالی له لــــــــــــــــــــوري د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو، حج او عمرې څخه د راستنېدلو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي په پار د توشیح شوي فرمان په اړه عملي تمثیلي برنامه ترسره شوه.
جوړ شوی علمي سمینار او تمثیلي برنامه ګډونوالو ته د ستاینلیکونو او ډالیو پر وېشلو او دعائې پر ویلو سره پای ته ورسېده.