د پکتیا علماؤ شورا غړو د پکتیا پوهنتون د چارو او فعالیتونو څخه د څارنې او ارزونې په موخه لېدنه وکړه.

د پکتیا علماؤ شورا غړو د پکتیا پوهنتون د چارو او فعالیتونو څخه د څارنې او ارزونې په موخه لېدنه وکړه.
یکشنبه د ۱۴۴۶ کال، شعبان ۱۰مه، د پکتیا علماؤ شورا غړو د پکتیا پوهنتون د چارو او فعالیتونو څخه د څارنې او ارزونې په موخه د پوهنتون رئیس مولوي عبدالحکیم حمدي او د پوهنتون مرستیالانو سره ګډه ناسته وکړه.
د پوهنتون رئیس مولوي عبدالحکیم حمدي د پکتیا علماؤ شورا له غړو څخه مننه وکړه چې تل یې د دوی فعالیتونو او چارو څخه لېدنه او څارنه کړې او ورته یې د چارو د بهبود په موخه سالمې مشورې هم ورکړې.
بل خوا د پکتیا علماؤ شورا غړو هم د پوهنتون فعالیتونه او کړنې مثبتې وارزولې او مسؤلینو ته په چارو کې لا بریالیتوب هیله هم څرګنده کړه.