د ا. ا. ا. ، اکاډمیکو او علمي پرمختګونو ته ژمن دی

pu_admin
Tue, Feb 22 2022 10:18 AM

د ا. ا. ا. ، اکاډمیکو او علمي پرمختګونو ته ژمن دی، له نیکه مرغه د نوي نظام د راتګ وروسته د لومړي ځل لپاره په پکتیا پوهنتون کې د قلم علمي او څيړنیزې مجلې د۱۴۰۰ ل ل کال دوولسمه پرلپسې ګڼه په نوې بڼه له نوو او تازه موضوعاتو سره د چاپ په ګاڼه سمبال شوه، په دغه علمي او څېړنیزه مجله کې د استادانو علمي مقالې او علمې څېړنې د لوړو زده کړو وزارت د اصولو او مقرراتو سره سمې چاپیږي او خپریږي، اکاډمیک مرکزونه د یوې ټولنې د ذهنیت جوړونې او د هیواد د ابادی لپاره تر هر بل بنسټ مهم او ارزښتانکه رول لري، د ا. ا. ا. علمي چارو ته لومړيتوب ورکوي او هځه کوي په دې برخو کې له دې زیاتې لاسته راوړنې ولري، د پکتیا پوهنتون د علمي مرکز په توګه د افغانستان د خلکو په ځانګړي ډول د اکاډمیکې کورنۍ د غړو لپاره له سمتي، قومي، ژبني او نژادي مسایلو پرته ټولنې ته شفاف او یو شان اکاډمیک خدمات وړاندې کوي.

د یو آباد، هوسا، او سرلوړي افغانستان په هیله

Latest news

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS