د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته وشوه.

pu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۹:۵۲
shhoooo

د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته وشوه.

سه شنبه د ۱۴۴۶ ه ق کال ذوالحجة الحرام میاشتې ۲۷مه، چې د ۱۴۰۴ ه ش کال چنګاښ میاشتې له درېیمې سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته وشوه.

د علمي شورا په نوبتي ناسته کې چې د پکتیا پوهنتون عمومي رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي، د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو، د دعوت او ارشاد آمریت غړو او د شورا یو شمېر نورو برخوالو ګډون درلوده، پیل یې د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

ورپسې د پکتیا پوهنتون رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي د ناستې برخوالو ته د ښه راغلاست او هرکلي ویلو ترڅنګ خوښي څرګنده کړه، چې تر نېکمرغه لوی اختر وروسته یې هم درسي او تدریسي بهیر په خورا ښه شکل سره مخته روان دی.

پوهنتون رئیس همدارنګه د سمستر را روانو وروستیو ازموینو په اړه هم له ګډونوالو څخه غوښتنه وکړه، څو پوره چمتوالی ورته ولري او هڅه دې دا وکړي، څو د پخوا په شان د بشپړ شفافیت اصل په نظر کې ولري.

ورپسې د پکتیا پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل عبدالله مسلم خبرې او وینا وکړه.

ښاغلي مسلم هم د خپلو خبرو پر مهال خوښي څرګنده کړه، څو د روان پسرلني سمستر درسي او تدریسي بهیر یې تر دا مهاله په خورا نورمال شکل سره مخته روان دی.

ښاغلي مسلم همدارنګه د شورا له برخوالو څخه غوښتنه وکړه، څو په پوهنځیو کې استادانو وهڅوي، چې په تدریسي بهیر کې د لابراتوارونو له شته امکاناتو او فرصتونو څخه لازمه ګټه پورته کړي.

علمي چارو مرستیال د خپلو خبرو پر مهال د علمي شورا برخوال دې ته هم وهڅول څو  په خپلو چارو  کې د کیفیت لوړاوي کارونو ته لومړیتوب ورکړي او په دې برخه کې دې خپلې هڅې نه سپموي.

وروسته د علمي شورا نوبتي ناسته کې له ترتیب شوې اجنډا سره سم د استادانو د ترفیعاتو او تقرور پر دوسیو، د یو شمـــــــېر ډیپارټمنټونو د چارو پر ښه انسجام، او په چارو کې د ښې همغږئ پر رامنځته کولو باندې بحث وشو او په اړه یې وروستي تصمیم هم ونیول شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۹:۳۴
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ پاتې چارې پیل شوې.

پکتیا پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د پراختیایي بودیجې څخه د څه باندې شل میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت د یوې بلې شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ د پاتې چارو د بشپړولو پروژه پیل شوه.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۵:۳۵
Background image

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون کې د سلګونو زرو افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو بټۍ د جوړولو چارې پیل شوې دي

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون د رئیس ډاکټر رحمت الله منیب پر خبره چې په تدریسي روغتون کې د څلور سوه زره افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو دغه بټۍ چې د پیومايي موسسې پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۱:۴۱
Background image

پکتیا کې د ۱۴۰۵ ه ش کال کانکور دوه ورځنۍ ازموینې پای ته ورسېدې

پکتیا کې د ۱۴۰۵ ه ش کال کانکور دوه ورځنۍ ازموینې پای ته ورسېدې

نن جمعه د ١٤٤٧ ه ق کال ذوالحجة الحرام میاشتې په پنځمه، چې د ١٤٠٥ ه ش کال جوزا میاشتې له لومړۍ نېټې سره سمون لري، پکتیا کې. . .

BACK TO NEWS