د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته وشوه.

pu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۹:۵۲
shhoooo

د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته وشوه.

سه شنبه د ۱۴۴۶ ه ق کال ذوالحجة الحرام میاشتې ۲۷مه، چې د ۱۴۰۴ ه ش کال چنګاښ میاشتې له درېیمې سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته وشوه.

د علمي شورا په نوبتي ناسته کې چې د پکتیا پوهنتون عمومي رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي، د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو، د دعوت او ارشاد آمریت غړو او د شورا یو شمېر نورو برخوالو ګډون درلوده، پیل یې د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

ورپسې د پکتیا پوهنتون رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي د ناستې برخوالو ته د ښه راغلاست او هرکلي ویلو ترڅنګ خوښي څرګنده کړه، چې تر نېکمرغه لوی اختر وروسته یې هم درسي او تدریسي بهیر په خورا ښه شکل سره مخته روان دی.

پوهنتون رئیس همدارنګه د سمستر را روانو وروستیو ازموینو په اړه هم له ګډونوالو څخه غوښتنه وکړه، څو پوره چمتوالی ورته ولري او هڅه دې دا وکړي، څو د پخوا په شان د بشپړ شفافیت اصل په نظر کې ولري.

ورپسې د پکتیا پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل عبدالله مسلم خبرې او وینا وکړه.

ښاغلي مسلم هم د خپلو خبرو پر مهال خوښي څرګنده کړه، څو د روان پسرلني سمستر درسي او تدریسي بهیر یې تر دا مهاله په خورا نورمال شکل سره مخته روان دی.

ښاغلي مسلم همدارنګه د شورا له برخوالو څخه غوښتنه وکړه، څو په پوهنځیو کې استادانو وهڅوي، چې په تدریسي بهیر کې د لابراتوارونو له شته امکاناتو او فرصتونو څخه لازمه ګټه پورته کړي.

علمي چارو مرستیال د خپلو خبرو پر مهال د علمي شورا برخوال دې ته هم وهڅول څو  په خپلو چارو  کې د کیفیت لوړاوي کارونو ته لومړیتوب ورکړي او په دې برخه کې دې خپلې هڅې نه سپموي.

وروسته د علمي شورا نوبتي ناسته کې له ترتیب شوې اجنډا سره سم د استادانو د ترفیعاتو او تقرور پر دوسیو، د یو شمـــــــېر ډیپارټمنټونو د چارو پر ښه انسجام، او په چارو کې د ښې همغږئ پر رامنځته کولو باندې بحث وشو او په اړه یې وروستي تصمیم هم ونیول شول.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۱:۴۷
Background image

آزمون کانکور سال ۱۴۰۵ هـ.ش طی دو روز در پکتیا به پایان رسید. روز جمعه، پنجم ماه ذوالحجۀ الحرام سال ۱۴۴۷ هجری قمری، مطابق با اول جوزای سال ۱۴۰۵ هجری شمسی، آزمون دو روزۀ کانکور سال ۱۴۰۵ هـ ش در ولایت پکتیا به پایان رسید

آزمون کانکور سال ۱۴۰۵ هـ.ش طی دو روز در پکتیا به پایان رسید. روز جمعه، پنجم ماه ذوالحجۀ الحرام سال ۱۴۴۷ هجری قمری، مطابق با اول جوزای سال ۱۴۰۵ هجری شمسی، آزمون دو روزۀ کانکور سال ۱۴۰۵ ه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۳:۳۵
Background image

د پکتیا پوهنتون کرنې، انجنیري او ښوونې روزنې پوهنځیو استادانو او محصلانو ته د (جغرافیه یي مالوماتو پر سیستم) باندې ځانګړی یوه ورځنی سمینار دائر شو

د پکتیا پوهنتون کرنې، انجنیري او ښوونې روزنې پوهنځیو استادانو او محصلانو ته د (جغرافیه یي مالوماتو پر سیستم) باندې ځانګړی یوه ورځنی سمینار دائر شو

دوشنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالحجة. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۸:۵۷
Background image

پکتیا پوهنتون د پکتیا پوهنې ریاست سره په همغږي ددې ولایت اړوند په بېلا بېلو ولسوالیو کې د ښوونځیو زده کوونکو ته د کانکور له پروسې سره د بلدتیا او پکتیا پوهنتون سره د اشنایي په موخه د عامه پوهاوي ځانګړي سمینارونه دائر کړل

پکتیا پوهنتون  د پکتیا پوهنې ریاست سره په همغږي ددې ولایت اړوند په بېلا بېلو ولسوالیو کې د ښوونځیو زده کوونکو ته د کانکور له پروسې سره د بلدتیا او پکتیا پوهنتون سره د اشنایي په موخه د. . .

BACK TO NEWS