پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه
پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه
په دې پروژه کې د نږدې ۲ میلیونه افغانیو پر ارزښت د (۸۰۰) کیلو واټه برېښنايي ټرانسفارمر او همدارنګه شاوخوا ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت سمنټي او فلزي پایې، د برېښنا غځونې بېلا بېل کېبلونه، د ټرانسفارمر او پایو نصب او یو شمېر نور توکي شامل وو، چې له بشپړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه.
د یادې پروژې د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د پکتیا پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي صفت الله حقاني په داسې حال کې، چې د پوهنتون نورو مسؤلینو ترڅنګ، د پکتیا برېښنا ریاست او د قراردادي شرکت مسؤلینو هم حضور درلوده، هیله څرګنده کړه چې له دې وروسته به د پوهنتون برېښنا خورا معیاري او منظمه شي او د برېښنا ستونزې به ورسره حل شي
