د پکتیا پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د درېیمو او څلورمو ټولګیو محصلانو ته د پروپوزل لیکنې او مونوګراف لیکنې تر سرلیک لاندې دوه ورځنی سمینار وړاندې شو
د پکتیا پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د درېیمو او څلورمو ټولګیو محصلانو ته د پروپوزل لیکنې او مونوګراف لیکنې تر سرلیک لاندې دوه ورځنی سمینار وړاندې شو.
چهار شنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالقعدې میاشتې په ( ۱۹) نېټه، چې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د ثور میاشتې له (۱۶) مې نېټې سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د درېیمو او څلورمو ټولګیو محصلانو ته د پروپوزل لیکنې او مونوګراف لیکنې تر سرلیک لاندې دوه ورځنی سمینار وړاندې شو.
په دائر شوي دوه ورځني سمینار کې د پوهندوی انځرګل افغان، پوهندوی سید لمسون سیدي، پوهنمل عتیق الله سروري او پوهنیار سیف الله مسلم له لوري محصلانو ته د پروپوزل لیکنې او مونوګراف لیکنې پر موضوعاتو باندې پریزینټېشنونه ارایه او وړاندې شول
