پښتو څانګه

 

    

 پښتو ژیې ډیپارټمنت

لرلید:

        پښتو څانګه به د ژبې او ادبیاتو د ښوونې، څېړنې او د مسلکي خدماتو په وړاندې کولو کې د هېواد په کچه مخکښه وي. 

رسالت:

        پښتو څانګه هڅه کوي، چې د معیاري نصاب په پلي کولو او د څېړنیزو آسانتیاوو په برابرولو سره د پښتو ژبې او  ادبیاتو پیاوړي متخصص، کادري ښوونکي او څېړونکي وروزي. 

 

موخې:

·       د پښتو ژبې او ادبیاتو په برخه کې د علمي او مسلکي ښوونکو او څېړونکو وړاندې کول.

·       په عملي ساحو کې د ادبي مسایلو تطبیقول او تعمیمول.

اوسني او نوي نسل ته د اسلامپالنې، هېواد پالنې او ملي یووالي احساس ورکول

ارزښتونه:

·       اسلامي او ملي ارزښتونو ته درناوی

·       د ځاني او ټولنیزو دندو پېژندل

·       له هر ډول تعصب او تبعیض څخه ډډه کول

·       د نوي نسل د روزلو ښه احساس درلودل

·       په بشپړه ایماندارۍ رښتینولۍ سره د ټولنې لپاره خدمت کول

·       علمي خپلواکي

·        یووالي (اتحاد) درلودل