د لوړو زده کړو قدرمن وزیر شیخ القران والحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د پکتیا پوهنتون د استادانو او محصلانو پر یوې لوی غونډه کې ګډون، وینا او خبرې وکړې.

pu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۴:۲
wawa

د لوړو زده کړو قدرمن وزیر شیخ القران والحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د پکتیا پوهنتون د استادانو او محصلانو پر یوې لوی غونډه کې ګډون، وینا او خبرې وکړې.

شنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال صفرالمظفــــــــــــــــــــــــــــــــر میاشتې  ۲۹مه، چــــــــــــــــــــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال وږي میاشتې له لومړۍ سره سمون لري، د لوړو زده کړو قدرمن وزیر شیخ القران والحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د پکتیا پوهنتون د استادانو او محصلانو پر یوې لوی غونډه کې ګډون، وینا او خبرې وکړې.

په جوړه شوې غونډه کې چې د لوړو زده کړو وزارت قدرمن وزیر شیخ القران والحدیث مولوي نداء محمد ندیم سربېره، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ګرځندوی معین مولوي قدرت الله جمال، د ولایتي اداري یو شمېر رئیسانو، مسؤلینو، د پوهنتون استادانو او محصلانو ګډون کړی و، پیل یې د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

غونډې ته لومړی د پکتیا پوهنتون رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي د ښه راغلاست وینا او خبرې وکړې.

پوهنتون رئیس د لوړو زده کړو وزارت له قدرمن وزیر صاحب څخه د زړه له تله مننه وکړه، چې پکتیا پوهنتون ته راغی او دلته یې د استادانو او محصلانو سره په یوه لوی جوړه شوې غونډه کې ګډون هم ورسره وکړ.

پوهنتون رئیس همدارنګه په خپلو خبرو کې دا ډول ناستې او پروګرامونه چې مشران پکې ګډون کوي، خورا مهمې او ارزښتناکې یادې کړې.

 ورپسې د لوړو زده کړو وزارت قدرمن وزیر شیخ القران والحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب غونډې ته هر اړخیزه، ارزښتناکه او علمي وینا وکړه.

د لوړو زده کړو قدرمن وزیر صاحب د ناستې برخوالو ته د ښه راغلاست او هرکلي ویلو ترڅنګ پکتیا پوهنتون ته د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموینې له لارې  نویو بریالي شویو محصلانو ته مبارکي وویله . هغه په خپلو خبرو کې  تر ډېره  نوي بریالي شوي محصلان مخاطب کړل او هغه یې غوره زده کړو، تعلیم او پوهې ته وهڅول، څو ورته پر لاسه ورغلی فرصت ضایع نه کړي.

قدرمن شیخ صاحب همدارنګه په خپلو خبرو کې په دنیوي ژوند کې د دیني او عصري علومو پر اړتیا او ضرورت هم له ګډونوالو سره مالومات شریک کړل او د غونډې برخوال محصلان یې وهڅول څومره چې امکان لري کوښښ دې دا وکړي،چې  په دنیا کې د علومو او زده کړو طلب  یوازې او یوازې د رب د رضا او اسلامي ټولنې ته د غوره خدمت کولو په موخه وکړي.

  قدرمن شیخ صاحب محصلانو ته په خبرو کې وویل د هیواد او جامعې ټول خلک او وګړي تاسو ته سترګې په لاره دې او تاسو ته هېلې او امیدونه لري، هیله دا دی چې تاسو یې دغه هیلې او امیدونه ور پوره کړئ او محصلین یې وهڅول څو  وخت یو فرصت دی، کوښښ  دي دا وکړي، چې ورڅخه سالمه استفاده پورته کړي.

ورپسې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ګرځندوی معین مولوي قدرت الله جمال په خپلو خبرو او وینا کې محصلان وهڅول، چې تاسو ټول زمونږ راتلونکي یاست کوښښ دا وکړئ، چې خپل فکر، نیت او اراده مو باید پوره اخلاص وي او نیت مو باید دا نه وي، چې زده کړې وکړو او څو روپۍ ورباندې وګټئ، بلکې نیت مو د ټولنې او جامعې خدمت وي.

همدارنګه د پکتیا علماء شورا مرستیال مفتي امان الله اخندزاده، د پکتیا پوهنتون شرعیاتو پوهنځي رئیس مفتي صاحب محمد عمر فضلي او د پکتیا ولایت د جهادي مدرسې رئیس شیخ صاحب طالب جان ادیب ارزښتناکې او علمي ویناوې وکړې.

جوړه شوې ناسته د دعائې پر ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۹:۴۵
Background image

پکتیا پوهنتون کې د پوهنتون، پوهنې ریاست او کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې په ګډو هڅو د پوهنتون محصلانو او ښوونځیو زده کوونکو ته ځانګړی یو ورځنی سمینار دائر شو.

پکتیا پوهنتون کې د پوهنتون، پوهنې ریاست او کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې په ګډو هڅو د پوهنتون محصلانو او ښوونځیو زده کوونکو ته ځانګړی یو ورځنی سمینار دائر شو.

چهارشنبه د ١٤٤٧ کال، جمادی. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۹:۱۸
Background image

د پکتیا پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي صاحب صفت الله حقاني د بېلا بېلو پوهنځیو له رئیسانو، څانګو آمرینو او استادانو سره جلا جلا ناستې وکړې.

د پکتیا پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي صاحب صفت الله حقاني د بېلا بېلو پوهنځیو له رئیسانو، څانګو آمرینو او استادانو سره جلا جلا ناستې وکړې.

شنبه د ١٤٤٧ ه ق کال، جمادی الثانی میاشتې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۰:۵۲
Background image

د پکتیا پوهنتون په کوربتوب د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې او پکتیا پوهنې ریاست پر ګډه همغږي د امارتي او خصوصي ښوونځیو استادانو ته یو ورځنی سمینار دائر شو.

د پکتیا پوهنتون په کوربتوب د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې او پکتیا پوهنې ریاست پر ګډه همغږي د امارتي او خصوصي ښوونځیو استادانو ته یو ورځنی سمینار دائر شو.
دوشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د جمادی. . .

BACK TO NEWS