کرنیزاقتصاد او پرختیا څانګه
لرلید
د کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګه به د پکتیا پوهنتون په چوکاټ کې د هیواد په کچه د تدریس، څیړنې او علمي خدماتو په برخه کې یوه مخکښه څانګه وي.
د ټولنې او بازار اړتیا ته په کتو سره متخصصو کادرونو روزل. د علمي تجربو او مهارتونو پر مټ د کرنې سکتور علمي، عصري او پایداره کرنې لپاره هڅې تر سره؛ تر څو ټولنه، سیمه او هېواد د چټکې پراختیا، پایداره رفاه او خوراکي توکو په ډګر کې ځان بسیاینې لور ته رهبري کړي.
- ټولنې ته د کرنیز اقتصاد او پراختیا په برخه کې د ليسانس په کچه د علمي، فني او مسلکي کادرونو وړاندې کول.
- د موجوده سرچینو د ښه مدیریت او رهبري پر بنسټ د استادانو او محصلانو شخصیت او ظرفیت لوړول.
- د کار بازار اړتیاوو په پام کې نیولو سره محصلانو ته د داسې مسلکي چاپېریال برابرول، او د اړونده علمي طرحو، آرونو او تیوريګانو لېږد او تطبیق کول.
- له شته سر چینو څخه په ګټه اخیستنې د علمي څېړنو او ترویجي کړنو په پام کې نیولو سره دوامداره پرمختګ رامنځته کول.
- د لوړو زده کړو وزارت څخه د کیفیت لوړاوي په برخه کې د اعتبار سند تر لاسه کول او ساتل.
- د کرنیز سکتور عصري کولو په پار بزګرانو او مالدارانو ته د مناسبې ټکنالوژي ورپېژندل او ترویجي خدمتونه وړاندې کول.
محمد معصوم حسین خېل
د کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګې آمر
د کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګې لنډه تاریخچه
کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګه د یو تحصیلي واحد په توګه په ۱۳۸۷ هـ.ش کال، د کرنې پوهنځی په اډانه کې را منځته شوه. د کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګې په ۱۳۹۳ ل ل کال د لومړي ځل لپاره د کانکور ازموینې له لارې محصلان جذب کړل.
د کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګه د پکتیاپوهنتون د کرنې پو هنځی هغه تدریسي، څېړنیز، اداري او بنسټیز علمي واحد دی، د دې لپاره کار کوي چې څنګه محدودې سرچینې په موثر او مطلوب ډول د نباتي او حیواني تولید د لاسته راوړلو لپاره ځانګړې شي. همدارنګه د کرنیزو تولیداتو بازار موندنه، د کرنې د نویو روشونو خپرښت، احصایوي تحلیلونو، د ځېړنیزو پروژو مدیریت، تمویل، د کرنیز معاملاتو مدیرت، کلیوالي پراختیا، کرنیزې پلانګذارۍ او د فارم مدیرت اړوند فعالیتونه، د څېړنې او بزګر تر منځ د اړیکو ټینګښت او داسې نور اړوند فعالیتونه تر خپل پوښښ لاندې راولي. د کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګه د کریکولم مطابق د پوهې کچې او سويې لوړولو ته د زمینې په برابرولولو سره د زده کړیزو تطبیقاتو، زده کړییزو پروژو، سمینارونو او د زده کړیالانو او استادانو د کنفرانسونو د چارو پر مخ بولو ترڅنګ، د خدمتونو وړاندي کولو په موخه د علمي څیړنو چارې پر مخ وړل او تنطیمول په غاړه لري. یاده څانګه د زده کړو پلانونو او برنامو د ترتیب او کنترول سربیره د تحصیلي بورسونو، زده کړو برنامو او د دیپارتمنت د علمي کادر د غړو د علمي او څیړنیزو برنامو د مستحقو کارمندانو معرفي او د علمي کادر غړو د آثارو ارزونه، چې له نورو مراجعو څخه دیپارتمنت ته رالیږل کیږي هم له خپلو دندو څخه بولي.
دکرنیز اقتصاد اوپراختیا څانکی لینکونه
د کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګې بروشر په لاندې لینک کې کتلای شئ
د کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګې کتلاګ په لاندې لینک کې کتلای شئ
د کرنیز اقتصاد څانګې د کادري غړو نوی لیست
|
د کرنيزاقتصاد او پراختیا څانګی د علمي کادرغړي ( استادان) |
||
|
تحصيلي درجه |
نوم، تخلص اوعلمي رتبه |
شمېر |
|
ډاکټر |
پوهنمل دوکتور محمد داود احمدزی |
۱ |
|
ماستر |
پوهندوی محمودمهرووال |
۲ |
|
دوکتور |
پوهنمل دوکتور نجیب الله احمدزی |
۳ |
|
ماستر |
پوهنیار عبدل څارګر |
۴ |
|
ماستر |
پوهنیار عبدلودود نوري |
۵ |
|
لسانس |
پوهنیار محمد معصوم حسین خېل |
۶ |
|
لسانس |
پوهنیار لعل محمد احمدزی |
۷ |