د ۱۴۰۱ کال، جــوزا ۱۵ مـه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۶ - ۱۱:۴۶
د ۱۴۰۱ کال، جــوزا ۱۵ مـه، پکتیا پوهنتون یکشنبه د پکتیا پوهنتون ناستو په تالار کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي لومړي ټولګي زده کــړیالانو ته د ښه راغــلاست او معرفت غــونډه وشوه. په دغو مــراسمو کې چې د پکتیا پوهنتــون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده، د کمپیوټر ساینس پوهنــځي رئیس پوهنمل ګلاب جان سجاد ، ددې پوهــنځي استـادانو او محصــلینو برخه درلوده، پیل یې د قران کریم په څو مبارکو ایاتونو وشو. ناستې ته لــومــړی د کمپوټر ساینس پوهنــځي رئیس خــبرې وکړې، نوموړي برخوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنــګ په ټولنه کــې د علومــو پر ارزښت او خصوصا د ټکنالوژي په برخه کې د کادرونو پر اړتیا او ضرورت هر اړخیزې خبرې وکړې. وروسته د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې د وطن پر ابادۍ کې د ځوانانو پر ارزښت بحث وکړ او په خبره یې اوس چې هیواد په بشپړ ډول اسقلال او خپلواکي لري، لازمه ده، چې د ابادۍ، پرمختګ او خدمت لپاره یې کار وکړو. د یادونې وړ ده، چـې د معـرفت او ښه راغــلاست دغــه ډول غونډې نویو زده کړیالانو ته د پوهـنتون او پوهنځي په اړه د یوه ښه فکــر انتقال او هغوی خپلو مسؤلیتونو ته د متوجې کولو په پار ترسره کیږي. نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۹:۳۴
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ پاتې چارې پیل شوې.

پکتیا پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د پراختیایي بودیجې څخه د څه باندې شل میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت د یوې بلې شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ د پاتې چارو د بشپړولو پروژه پیل شوه.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۵:۳۵
Background image

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون کې د سلګونو زرو افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو بټۍ د جوړولو چارې پیل شوې دي

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون د رئیس ډاکټر رحمت الله منیب پر خبره چې په تدریسي روغتون کې د څلور سوه زره افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو دغه بټۍ چې د پیومايي موسسې پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۱:۴۱
Background image

پکتیا کې د ۱۴۰۵ ه ش کال کانکور دوه ورځنۍ ازموینې پای ته ورسېدې

پکتیا کې د ۱۴۰۵ ه ش کال کانکور دوه ورځنۍ ازموینې پای ته ورسېدې

نن جمعه د ١٤٤٧ ه ق کال ذوالحجة الحرام میاشتې په پنځمه، چې د ١٤٠٥ ه ش کال جوزا میاشتې له لومړۍ نېټې سره سمون لري، پکتیا کې. . .

BACK TO NEWS