د پکتیا پوهنتون نوی سرپرست رییس اړوند ادارې ته ور وپیژندل شو

pu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۳ - ۱۰:۱۶

د پکتیا پوهنتون نوی سرپرست رییس اړوند ادارې ته ور وپیژندل شو!

چهار شنبه د عقرب د میاشتې ۲۶ نېټه:

ښاغلی پوهنمل عبیدالله آخندزاده د پکتیا پوهنتون د سرپرست رییس په توګه د دې پوهنتون رهبري هیآت، استادانو او کارمندانو ته په پکتیا کې د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي ښاغلي قاضي عبدالواحد همت لخوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ور وپیژندل شو.

غونډه کې د پکتیا پوهنتون پخواني رییس پوهندوی دوکتور سیدولي جلالزي خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې له تیرو پنځو کلونو راهیسې پکتیا پوهنتون د کیفیت او کمیت په برخو کې د دې پوهنتون د رهبري، استادانو، اداري کارمندانو په خاصه توګه د لوړو زده کړو وزارت، د پکتیا ولایت مقام او پکتیا میشتو ولسونو په همکاري زیاتې لاسته راوړنې او پرمختګونه کړې دي او په راتلونکې کې به هم د نوي رییس سره په ټولو چارو کې همکار پاتې کیږو. ورپسې په پکتیا کې د لوړو زده کړو وزارت ځانګړې استازي قاضي عبدالواحد همت خبرې وکړې د ښاغلي دوکتور سیدولي جلالزي د خدمتونو او لاسته راوړنو څخه چې په تیرو پینځو کلونو کې یې درلودلې وې ستاینه او مننه وکړه او نوي رییس ته یې په چارو کې د بریالیتوبونو هیله وکړه.

پوهنمل عبیدالله آخندزاده د پکتیا پوهنتون نوی رییس د لوړو زده کړو وزارت له رهبري څخه مننه وکړه چې د دې دروند مسئولیت د ادا کولو اعتبار يې پرې کړی او ژمنه یې وکړه چې د ا.ا.ا له امکاناتو څخه به په ګټې اخیستنې سره او د پوهنتون د استادانو او کارمندانو او خاصتآ د جلالزي صاحب په همکاري به هڅه وکړې ترڅو ورځني چارې، نوي پرمختګونه او هغه پروژې چې چارې یې نیمګړي پاتې دي پرمخ بوځي.

غونډه د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۳۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د پکتیا پوهنتون له روانو رغنیزو پروژو څخه لیدنه وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، په پکتیا پوهنتون کې د لیلیې او مسجد شریف له رغنیزو پروژو څخه لیدنه او څارنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۹:۳۴
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ پاتې چارې پیل شوې.

پکتیا پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د پراختیایي بودیجې څخه د څه باندې شل میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت د یوې بلې شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ د پاتې چارو د بشپړولو پروژه پیل شوه.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۵:۳۵
Background image

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون کې د سلګونو زرو افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو بټۍ د جوړولو چارې پیل شوې دي

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون د رئیس ډاکټر رحمت الله منیب پر خبره چې په تدریسي روغتون کې د څلور سوه زره افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو دغه بټۍ چې د پیومايي موسسې پر. . .

BACK TO NEWS