!د زرغون چاپیریال لپاره بل ګام

pu_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۳ - ۱۰:۴۴
zr

د زرغون چاپیریال لپاره بل ګام!

د انجینري پوهنځي رییس ښاغلي پوهنیار حمیدالله صدیقي، د انجینري پوهنځي د تضمین کیفیت آمر ښاغلي پوهنمل سید مرآغا معنوي، د مهندسي څانګې استاد ښاغلي پوهنیار قیوم شاه آرغوان او ښاغلي پوهنیار محمد طاهر زماني لخوا د پکتیا پوهنتون رییس ښاغلي پوهندوی ډاکټر سیدولي جلالزي او د اداري چارو مرستیال ښاغلي محمدالله ګردیزي ته د نوموړي پوهنځي د استادانو او محصلانو په زیار او هڅو د پوهنتون د بېلابېلو شنو ساحو (لېنډ سکېپ) طراحي او ډیزاین اسناد چې (۷) پروژې کیږي و سپارل شول. د پوهنتون رییس او رهبري د دوی دغه کړنې او هلې ځلې د پوهنتون د سرسبزۍ او ښکلا په برخه کې ستایي او له دوی څخه مننه کوي. د پوهنتون رییس او د مالي او اداري چارو مرستیال ورته د نوموړو پروژو د پلي کولو په هکله پوره ډاډ ورکړ او وویل چې موږ به د دې پروژو د پلي کولو په برخه کې خپلې ټولې هڅې جاري وساتو.

اداره

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۹:۳۴
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ پاتې چارې پیل شوې.

پکتیا پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د پراختیایي بودیجې څخه د څه باندې شل میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت د یوې بلې شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ د پاتې چارو د بشپړولو پروژه پیل شوه.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۵:۳۵
Background image

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون کې د سلګونو زرو افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو بټۍ د جوړولو چارې پیل شوې دي

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون د رئیس ډاکټر رحمت الله منیب پر خبره چې په تدریسي روغتون کې د څلور سوه زره افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو دغه بټۍ چې د پیومايي موسسې پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۱:۴۱
Background image

پکتیا کې د ۱۴۰۵ ه ش کال کانکور دوه ورځنۍ ازموینې پای ته ورسېدې

پکتیا کې د ۱۴۰۵ ه ش کال کانکور دوه ورځنۍ ازموینې پای ته ورسېدې

نن جمعه د ١٤٤٧ ه ق کال ذوالحجة الحرام میاشتې په پنځمه، چې د ١٤٠٥ ه ش کال جوزا میاشتې له لومړۍ نېټې سره سمون لري، پکتیا کې. . .

BACK TO NEWS