د کرنې پوهنځي لیدلوری او رسالت
لیدلوری
د کرنې پوهنځی هڅه کوي چې د کرنې د زدهکړې، څېړنې او ترویج په برخو کې په یوه مخکښ علمي او اکاډمیک بنسټ بدل شي او د کرنې د سکتور د دوامدار پرمختګ په برخه کې د پام وړ ونډه ولري.
رسالت
د پکتیا پوهنتون د کرنې پوهنځی، چې د هېواد د سوېل ختیځې سیمې په مرکز کې موقعیت لري، ژمن دی چې د لیسانس په کچه د لوړ کیفیت علمي او مسلکي زدهکړې وړاندې کړي. دغه پوهنځی د تجربهلرونکو او لوړو علمي وړتیاوو لرونکو استادانو په مټ داسې وړ او مسلکي کرنیز کادرونه روزي چې د هېواد د پرمختګ، سوکالۍ او هوساینې په برخه کې اغېزمنه ونډه واخلي.
پوهنځی په خپلو ټولو ښوونیزو او علمي فعالیتونو کې د اخلاقي، څېړنیزو، مسلکي او اکاډمیکو معیارونو رعایت ته ژمن دی.