د ۱۴۰۱ ه ش کال، حمل۲۱ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۲/۵ - ۹:۱۶
a

د ۱۴۰۱ ه ش کال، حمل۲۱ مه، پکتیا پوهنتون

د پکتیا پوهنتون له ادبیاتو پوهنځي څخه په لسګونو تنه زده کړيالان فارغ شول.

په دې مناسبت د پکتیا پوهنتون عمومي جمنازیوم کې جوړ شوي مراسم چې مرستیال والي شیخ عزیزالرحمن منصور، د پوهنتون رئیس پوهنمل عبید الله اخندزاده، محصلانو چارو مرستیال پوهنمل نقیب الله ځاځي، پوهنځیو رئیسانو، استادانو، محصلینو او راغلو میلمنو پکې برخه درلوده، پیل یې د قرانکریم په څو مبارکو ایاتونو وشو.

وروسته د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس پوهنیار رحیم الله داوودزي ګډونوالو ته د ښه راغلاست وینا وکړه او له راغلو میلمنو څخه یې مننه وکړه، چې له دوی سره یې د فراغت په ویاړ جوړه شوې ناسته کې برخه اخیستي.

پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده ناستې ته په خپلو خبرو کې د زده کړیالانو پر مسؤلیت بحث وکړ او په وینا یې فارغ شویو ټولو زده کړیالانو ته په کار دي، چې د خپل علم او پوهې په برکت سره د دین، خاورې او ولس خدمت خپله اصلي دنده وګڼي.

د پکتیا مرستیال والي شیخ عزیز الرحمن منصور په خپلو خبرو کې فارغ شویو محصلینو ته په خطاب کې وویل د وطن ابادي په تاسو پوري اړه لري او هیڅکله د دښمن د بې ځایه تبلیغاتو ښکار نشئ.

ښاغلي منصور په خپلو خبرو کې زیاته کړه، نړیوال مو د وسلې په زور مات کړل او اوس به د علم او پوهې په اساس خپلې خاورې او ولس ته خدمت کوو.

د یادونې وړ ده، چې د پکتیا پوهنتون ادبیاتو پوهنځي له څلور څانګو پښتو، دري، انګلیسي او ژورنالیزم څخه ټول ټال ۲۰۵ تنه زده کړیالان فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

ناسته د اختتامیه دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۰:۵۲
Background image

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون کې د دوه نیم میلیونه افغانیو پر ارزښت د یوه معیاري درملتون د جوړولو چارې پیل شوې.

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون کې د دوه نیم میلیونه افغانیو پر ارزښت د یوه معیاري درملتون د جوړولو چارې پیل شوې.

پنجشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الثانی میاشتې (۱۶)مه،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۰:۴۹
Background image

پکتیا پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د بېلا بېلو پوهنځيو د محصلانو ترمنځ د غورسۍ پیل شوې لوبې تېره ورځ پای ته ورسېدې.

پکتیا پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د بېلا بېلو پوهنځيو د محصلانو ترمنځ د غورسۍ پیل شوې لوبې تېره ورځ پای ته ورسېدې.

د غورسۍ د . . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۵:۱۱
Background image

د پکتیا پوهنتون کرنې پوهنځي له لوري د دې پوهنځي د بېلا بېلو ټولګیو محصلانو ته د کیفیت لوړاوي پر یوولسګونو معیارونو باندې د پوهاوي ځانګړې برنامه دائره شو.

د پکتیا پوهنتون کرنې پوهنځي له لوري د دې پوهنځي د بېلا بېلو ټولګیو محصلانو ته د کیفیت لوړاوي پر یوولسګونو معیارونو باندې د پوهاوي ځانګړې برنامه دائره شو.

شنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع. . .

BACK TO NEWS