د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

pu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۳:۴۶
aaaf

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

دوشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې ۸مه، چــــــــــــــــــــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال وږي میاشتې له لسمې نېټې سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

په جوړه شوې ناسته کې چې د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال سیف الله محمدي، آمرینو او عمومي مدیرانو برخه درلوده، پیل یې د معمول سره سم د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

لومړی د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال سیف الله محمدي د ښې همغږي په موخه د ناستې برخوالو ته ښه راغلاست او هرکلی وویلو او د اړوند آمریتونو او مدیریتونو چارې او فعالیتونه یې وستایل، نوموړي خوښي څرګنده کړه، چې ټولې اداري چارې یې د کارمندانو له لوري په خورا ښه شکل سره مخته راوانې دي.

ښاغلي محمدي همدارنګه په خپلو خبرو کې له اړوند آمریتونو او مدیریتونو څخه غوښتنه وکړه، څو ټول اداري مراسلات او ورسپال شوي مسؤلیتونه پر خپل وخت ادا او ترسره کړي، هغه همدارنګه د چارو د ښه پر مخ وړلو لپاره په یو شمېر شعبو کې د اړوند ډېټابیسونو جوړول او ورڅخه لازمه ګټه پورته کول خورا مهم او اړین یاد کړل.

وروسته د ښې همغږي په موخه جوړه شوې ناسته کې پر یو شمېر موضوعاتو ازاد بحث هم ترسره شو او د موضوعاتو اړوند آمریتونو او مدیریتونو ته د چارو ښه ترسره کولو په موخه لازمې سپارښتنې هم وشوې.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۳:۵
Background image

د پکتیا پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د درېیمو او څلورمو ټولګیو محصلانو ته د پروپوزل لیکنې او مونوګراف لیکنې تر سرلیک لاندې دوه ورځنی سمینار وړاندې شو

د پکتیا پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د درېیمو او څلورمو ټولګیو محصلانو ته د پروپوزل لیکنې او مونوګراف لیکنې تر سرلیک لاندې دوه ورځنی سمینار وړاندې شو.

چهار شنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۸
Background image

د پکتیا امارتي او کاتب خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د پکتیا امارتي او کاتب خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

یکشنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالقعدې میاشتې په ( ۱۶) نېټه، چې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د ثور میاشتې له (۱۳) مې نېټې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

پکتیا پوهنتون کار اهل ته د سپارلو په موخه د خپل تشکیل اړوند دوه خالي اداري بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري، په شرایطو برابر نوماندان کولای شي،. . .

BACK TO NEWS