د ۱۴۰۰ کال، کب ۱۵ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Fri, Mar 11 2022 12:00 PM
a

د ۱۴۰۰ کال، کب ۱۵ مه، پکتیا پوهنتون

د لوړو زده کړو وزارت انجینري او تخنیکي ټیم د انجینر حفیظ الله کریمي په مشرۍ پکتیا پوهنتون کې له پراختیايي او رغنيزو پروژو څخه لیدنه او څارنه تر سره کړه.

د لوړو زده کړو وزارت انجینري ۷ کسیز ټیم، د پکتیا پوهنتون له رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده، فوق العاده استازي قاضي عبدالواحد همت، علمي مرستیال پوهنمل سیف الرحمن روهي ، مالی او اداري مرستیال سیف الله محمدي او اداري کارمندانو سره وکتل او له هغوی یې وغوښتل چې د تدریسي او اداري ودانیو په ساتنه کې پوره پاملرنه وکړي

د یادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو وزارت انجینري ټیم په پکتیا پوهنتون کې د دوو رغنیزو پروژو ( عمومي لابراتوار او طعام خوري) تعمیرونو د څارنې او تسلیمي په موخه پکتیا ته سفر کړی وه.

بل لور ته د پکتیا پوهنتون رهبري د انجینري او تخنیکي ټیم له راتګ څخه مننه وکړه او په پکتیا پوهنتون کې یې د ودانیو شته ستونزې له دوی سره شریکې کړې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Mon, Sep 01 2025 1:46 PM
Background image

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

دوشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې ۸مه،. . .

BACK TO NEWS