کتیاپوهنتون کې (د نباتي محصولاتو تصدیق او اعتبار ورکولو طرحې وضاحت) تر عنوان لاندې علمي سمینار وړاندې شو.

pu_admin
Wed, Feb 12 2025 8:55 AM
bn

پکتیاپوهنتون کې (د نباتي محصولاتو تصدیق او اعتبار ورکولو طرحې وضاحت) تر عنوان لاندې علمي سمینار وړاندې شو.

 

سه شنبه د ۱۴۴۶ شعبان په ۱۲ مې نېټې د پکتیا پوهنتون علمي څیړنو معاونیت په تالار کې د علمي څېړنو مرستیال پوهندوی دوکتور عبدالوهاب حکمت له لوري (د نباتي محصولاتو تصدیق او اعتبار وکولو طرحې وضاحت) تر عنوان لاندې علمي سمینار دائر شو،چې د اقتصاد ریاست استازو،د کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست استازو،د صنعت او تجارت ریاست استازو،پکتیا پوهنتون ریاست د بېلابېلو پوهنځيو استادانو او اداري کارمندانو پکې ګډون درلود.

نوموړی سمینار د معمول سره سم د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره پیل شو.د یاد سمینار پرمهال د علمي څېړنو مرستیال پوهندوی دوکتور عبدالوهاب حکمت د ښه راغلاست وينا تر څنګ د نورو ریاستونو استازو څخه مننه وکړه چې د پوهنتون سره وخت په وخت هماهنګي کوي، د دې تر څنګ ښاغلي حکمت وويل، چې پوهنتونونه د نویو تیوریو د انکشاف مرکزونه دي او باید له نورو اړونده ادارتو سره وخت په وخت  خپلې طرحې شریکې کړي او د یو سمینار په ډول سره وړاندې شي.

یاد سمینار کې د عضوي کرنې پر میتودونو، عضوي کرنې ته زمینه سازي،د عضوي کرنې رایج کېدلو، عضوي کرنې په ګټو، د عضوي کرنې سرټیفیکټ اخیستنې تر څنګ په یوشمېر نورو موضوعاتو بحث وشو.

د سمینار په ورستیو کې د ګډون والو پښتنو ته د دوکتور عبدالوهاب حکمت له لوري ځواب ورکړل شو او د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS