زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې مشر او ورسره مل پلاوي د پکتیا پوهنتون د وروستۍ پرمختګ چې پکتیا پوهنتون د کادرې ازموینو د اخیستلو واک تر لاسه کړو د یادې بریا د مبارکۍ لپاره پکتیا پوهنتون ریاست ته راغلي ول

pu_admin
Wed, Feb 03 2021 11:02 AM
zam

زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې مشر او ورسره مل پلاوي د پکتیا پوهنتون د وروستۍ پرمختګ چې پکتیا پوهنتون د کادرې ازموینو د اخیستلو واک تر لاسه کړو د یادې بریا د مبارکۍ لپاره پکتیا پوهنتون ریاست ته راغلي ول. پکتیا پوهنتون رییس پوهندوی دوکتور سیدولي جلالزي چې د پوهنتون د علمي او محصلانو چارو مرستیالان هم په مجلس کې حاضر وو د زم زم له درانه مشر ډاکټر شیر محمد نقشبندي او ور سره مل پلاوي څخه مننه وکړه او دا لویه لاسته راؤړنه یې د ټولو شریکه وبلله. په ناسته کې په یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو هم بحث وشو او دواړو لوریو کلکه ژمنه وکړه چې ګډ کار له لارې به خپل ولس ته خدمات وړاندې کوي. موږ ژمن یو چې د خپل کاري ټیم پرمټ به پکتیا پوهنتون ته د لا ښه پرمختګ په موخه هڅې کوو تر څو دا پوهنتون لاپسې غښتلی او معیاري کړو.

اداره

 

Latest news

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS