د ۱۴۴۶ کال، ربیع الاول ۲۹مه، پکتیا پوهنتون پکتیا پوهنتون کې د مونوګراف او علمي راپور لیکنې سمینار دائر شو.

pu_admin
Wed, Oct 02 2024 5:10 PM
a

چهارشنبه د ربیع الاول (۲۹)مه په پکتيا پوهنتون کې د علمي څېړنو مرستیال پوهندوی دوکتور عبدالوهاب حکمت له لوري د کرنې پوهنځي د بېلا بېلو څانګو د څلورمو ټولګيو محصلینو ته د مونوګراف او علمي راپور ليکنې سمينار ارائه شو.

د پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال پوهندوی دوکتور عبدالوهاب حکمت د سمینار ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ له هغوئ سره د څېړنو معاونیت، پر جوړښت، دندو او صلاحیتونو پوره مالومات شریک کړل.

ښاغلي حکمت د خبرو پر مهال د څېړنو معاونیت له مېتودونو څخه یو هم د محصلینو له لوري مونوګراف لیکنه یا پروژې ترسره کول یو اساسي او بنسټیز مېتود یاد کړ.

وروسته ښاغلي حکمت په خپل ترتیب کړي پریزینټېشن کې لاندې موضوعات تشریح کړل.

۱د مونوګراف له پاره د موضوع ټاکل

۲: د مونوګراف ليکنې مرحلې

۳: د لارښود استاد ټاکل

۴: د ټولنيزو او طبيعي علومو د مونوګراف ليکنې شکلي او معنوي جوړښت

۵: د لارښود استاد مسؤليتونه

۶: د لارښود استاد د محروم کېدلو شرايط

۷: د مونوګراف دفاع او ترتيب

 سمینار د ګډونوالو پوښتنو ته په ځواب ویلو همدارنګه د نظریاتو په شریک کولو او دعائې ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS