د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د ځنګلونو، اوبو او هوا پېژندنې نړیوالې ورځې د لمانځنې په پار ځانګړی سمینار دائر شو.

pu_admin
Wed, Mar 26 2025 9:36 AM
ma

د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د ځنګلونو، اوبو او هوا پېژندنې نړیوالې ورځې د لمانځنې په پار ځانګړی سمینار دائر شو.

دوشنبه د ۱۴۴۶ کال رمضان میاشتې په ۲۴مه، چې د ۱۴۰۴ کال حمل میاشتې له څلورمې سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د ځنګلونو، اوبو او هوا پېژندنې نړیوالې ورځې د لمانځنې په پار ځانګړی سمینار دائر شو.

په جوړ شوي یو ورځني سمینار کې چې د پکتیا پوهنتون مرستیالانو، پوهنځیو رئیسانو، آمرینو، استادانو ، اداري او خدماتي کارمندانو برخه درلوده، پیل یې د قران کریم په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

ورپسې د پکتیا پوهنتون علمي څېړنو مرستیال پوهندوی دوکتور عبدالوهاب حکمت د چاپېریال ساتنې، طبعي سرچینو، د طبعي سرچینو څخه د سالمې استفادې او اړوند نورو موضوعات باندې ترتیب کړی پرېزینټېشن ارایه کړ.

ناسته د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي صاحب محمد خان روحاني له لوري د دعائې پر ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS