د پکتیا پوهنتون رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي د اړوند معاونیتونو او د دعوت او ارشاد له آمر سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وکړه.

pu_admin
Mon, Apr 14 2025 11:41 AM
jsh

د پکتیا پوهنتون  رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي د اړوند معاونیتونو او د دعوت او ارشاد له آمر سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وکړه.

دوشنبه د ۱۴۴۶ کال شوال المکرم میاشتې په ۱۶مه، چې د ۱۴۰۴ هجري شمسي کال د حمل میاشتې له ۲۵مې سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون  رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي د اړوند معاونیتونو او د دعوت او ارشاد له آمر مولوي محمدخان روحاني سره د ښې همغږي په موخه ناسته وکړه.

پوهنتون رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي د اړوند معاونیتونو مرستیالانو او د دعوت او ارشاد آمر ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د هغوئ چارې او فعالیتونه وستایل او ورڅخه یې په چارو کې د لا ښې همغږي هیله هم څرګنده کړه.

پوهنتون رئیس همدارنګه مرستیالانو او د دعوت او ارشاد له آمر مولوي صاحب محمدخان روحاني څخه غوښتنه وکړه، څو هر یو په خپله برخه کې ورته سپارل شویو مسؤلیتونو ته پوره متوجې و اوسیږي، په پوهنتون کې ټولې هغه برخې چې د هر معاونیت اړوند وي، اړوند معاونیت دې له چارو څخه پر وخت څارنه او نظارت هم ترسره کړي.

وروسته د اړوند معاونیتونو مرستیالانو او د دعوت او ارشاد آمر خپلې غوښتنې او نظریات د پوهنتون له ریاست مقام سره شریک او ورڅخه یې په اړوند برخو کې د بشپړې همکاري هیله هم څرګنده کړه.

Latest news

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS