د پکتیا اطلاعاتو فرهنګ ریاست او پوهنتون ترمنځ، د همکاریو مهم تړون لاسلیک شو

pu_admin
Tue, May 17 2022 10:55 PM
a

د پکتیا اطلاعاتو فرهنګ ریاست او پوهنتون ترمنځ، د همکاریو مهم تړون لاسلیک شو
نن د پکتیا ولایت د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او د پکتیا پوهنتون ترمنځ په بیلابېلو برخو کې د همکاریو مهم تړون/سند لاسلیک شو.
په همدې تړاو جوړ شوې سترې غونډې ته وینا کې د پکتیا پوهنتون رئیس «پوهنمل عبیدالله اخندزاده» وویل چې دا تړون د دواړو لوریو لپاره ستره لاسته راوړنه او مهم ګام دی، چې له مخې به یې د ټولو پوهنځیو زدکړیالان په روزنیزه برخه کې په خوځښت کې راشي.
د پکتیا د اطلاعاتو فرهنګ رئیس «خالقیار احمدزي» بیا وویل چې د همکاریو په دغه سند کې یې هڅه کړې، څو د ټولو پوهنځیو محصلینو ته د عملي بوختیاوو زمینې برابرې کړي.
ددغه تړون له مخې، اطلاعاتو فرهنګ ریاست به د ژورنالیزم پوهنځي محصلینو ته د عملي زدکړو زمینه برابروي او ترڅنګ به یې د تاریخ، جغرافیې، زراعت او نورو څانګو زدکړیالانو ته د سیاحتي سیمو، تاریخي آبداتو، مهمو شخصیتونو په تړاو د تحقیقاتو برخه کې زمینې مساعدې کیږي.
د یاد تړون پر اساس به اړمنو محصلینو ته د اطلاعاتو فرهنګ ریاست لخوا په شخصي روزنیزو مراکزو کې د وړیا او تخفیف زدکړو د مساعد والي هڅه کیږي او په مقابل کې  به یې،  پکتیا کې د غونډو د تنظیم، انانسري چارې د محصلینو لخوا ترسره  او د پوهنتون په تالارونو کې د مختلفو غونډو د کوربتوب برخه کې به د پوهنتون اداره مرسته کوي.
دغه تړون نور ډیر موارد هم په بر کې نیسي، چې په عملي کیدو سره به یې دواړه ادارې د ارتقاء پر لوري ګام واخلي.
دا لومړی ځل دی چې د پکتیا اطلاعاتو فرهنګ ریاست، د هیواد په کچه له یوه ستر پوهنتون سره د همکاریو مهم سند لاسلیکوي.
نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Thu, Jun 04 2026 9:09 AM
Background image

Constraction of a hospital waste incinerator at Paktia University Teaching Hospital, an investment valued at several hundred thousand Afghanis.

Dr. Rahmatullah Munib, head of the hospital, stated that this 400,000 Afghani incinerator, funded by PUMI, will significantly enhance the standardization and organization of hospital. . .

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS